طالبانو کابل کې د داعش ډلې د يوه قوماندان د وژنې ادعا کړې
هغه ویلي چې یکشنبه ناوخته د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو د داعش په پټنځای برید وکړ او د دې ډلې یو مهم قومندان یې ور وواژه.
مجاهد ویلي چې د داعش یو بل غړی په دې عملیاتو کې نیول شوی.
د طالبانو حکومت ویلي د داعش دغو کسانو د کابل په جوماتونو او خانقاو بریدونه کړي وو او د بریښنا ستنې یې الوزولې وې.
طالبانو وړمه ورځ/شنبه هم ویلي وو چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې یې د داعش اته جنګیالي وژلي دي.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله او هم د پخواني حکومت پوځیان د طالبانو لپاره اصلي ګواښ دی.