طالبان: ایران ته وړل شوې وسلې، وسایط او تجیهزات بېرته ترلاسه شول
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې له افغانستانه ځینې لېږدول شوې وسلې، وسایط او تجیهزات بېرته د ایران له خوا ورتسلیم شوي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دغه وسایط او تجهیزات د تېر حکومت پر مهال ایران ته وړل شوي وو، چې تېره شپه د اسلام کلا بندر له لارې هرات کې طالبانو ته وسپارل شول.
د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس لیکلي، چې په دغو تسلیم شویو وسایطو او مهماتو کې ټانکونه، رنجر او فولډر ډوله موټرنه، ۵۷ کلاشینکوفونه، ۳۹ راکټ لانچرونه او نور تجهیزات شامل دي.
ایران لا د طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.
وروسته له هغې چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، د تېر حکومت ځینې پوځیان له وسایطو او تجهیزاتو سره ایران ته اوښتي وو.