افغان کرکټ ملي لوبډلې په زمبابوې کې تمرينات پيل کړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په زمبابوې کې خپل تمرينات پيل کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پانه ليکلي، چې ملي ټيم تېره ورځ ناوخته زمبابوې ته رسېدلی او د راتلونکي سياليو لپاره چمتوالی نيسي.
ملي لوبغاړي د جون په ۴ مه د زمبابوې سره درې يو ورځينۍ او له هغې وروسته به د همدې مياشتې په دوهمه لسيزه کې درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ وکړي.