طالبان: کابل کې چاودنه شوې
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومانداني وايي، دوه تنه نن په دې ښار کې په یوه چاودنه کې ټپیان شول.
ځینو رسنیو د امنیه قوماندانۍ د ویندوی خالد ځدراڼ په قول ویلي، چې چاودنه د خیرخانې مېنې د مریم لیسې په واټ کې شوې ده او د لومړنیو معلوماتو له مخې، له کبله یې دوه ملکیان ژوبل شوي دي.
ویل شوي چې چاودېدونکي مواد په یوه بایسکل کې اېښودل شوي وو.