طالبانو په ننګرهار کې د ډزو پرمهال د ناوې وژل رد کړل
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د سرخرود ولسوالۍ په هجرت سیمه کې د واده په مراسمو کې د ډزو پرمهال د ناوې د وژل کېدو راپورونه ردوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي له آزادۍ راډیو سره په خبرو تایید کړه، چې د واده په مراسمو کې ډزې شوې دي خو د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې درې کسان ټپیان شوي دي.
زابلي د پېښې د علت په اړه څه ونه ویل، خو له دې مخکې سیمه ایزو چارواکو ویلي و، چې د پېښې عاملان تراوسه نه دي پېژندل شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.