کابل کې د چين د ټکنالوژۍ توليداتو نندارتون پرانيستل شو
په دغه نندارتون کې بایسکلونه، موټرسایکلونه، برېښنايي او ګازۍ بخارۍ، لمریز موټر، بېټرۍ، یخچالونه، کرنیز او سپورتي وسایل، امنیتي کمرې او نور الیکترونیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.
دا نندارتون به نن او سبا هم دوام ولري.