عمران خان د نوي حکومت پر ضد اسلام اباد کې د پلتۍ وهلو خبر ورکړ
عمران خان چې تېره میاشت له قدرته لیرې کړی شو، پرون یکشنبې په پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، دوی دغه حکومت نه مني.
هغه زیاته کړه چې دوی به تر هغو پورې چې جرګې منحلې شوې نه وي او د انتخاباتو لپاره نېټه اعلان شوې نه وي، په اسلام آباد کې پلتۍ ووهي.
عمران خان چې درې کاله یې قدرت په لاس کې و، د اپریل په لسمه د پارلمان له خوا د نه باور رایې په نتیجه کې له قدرته لیرې شو.