په کندهار کې د غېږنیونې سیالۍ پیلېږي
ټاکل شوې روانه اوونۍ په کندهار کې د غېږنیونې ستره سیالۍ پیل شي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د کندهار د غېږنیونې امریت له قوله وايي، چې دغه سیالۍ به د ۹ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ وي.
د دې ریاست په خبره، دغه پیلېدونکي سیالۍ د سې شنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ترسره کېږي.
که څه هم ددې سیالیو د پای ته رسېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې خو هدف یې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.