طالبان په اماراتو کې سوداګرو ته: په افغانستان کې پانګونه وکړئ
دغه وزارت تېره ورځ په خپل ټويټر پاڼه لیکلي، چې مسوولينو افغان سوداګرو ته په دننه افغانستان کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
وزارت وړاندې لیکلي، چې تللي پلاوي افغان سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې فساد ختم شوی او د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره ده.
دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته په عربي متحده اماراتو کې د طالب چارواکو او افغان سوداګرو لومړنۍ ناسته ده چې کېږي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه، چې د طالبانو له واکمنېدو سره ډېرى افغان سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه بهر ته وویستلې.