يونېسف: تر يو ميليون ډېر افغاني ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي
یونېسف پرون په ټویټر کې ولیکل چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هغو ماشومانو شمېر د دوه زره اتلسم کال په پرتله دوه برابره دی چې د مرګ ویره یې شته.
یونیسف زیاتوي چې هغه وخت د ماشومانو د مړینې کچه لوړیږي چې سم خواړه ور ونه رسیږي، ډېر ډنګر شي او د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری شي.