فاریاب کې د ځغاستې سیالۍ پای ته ورسېدې
فاریاب کې د ځغاستې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د بدني روزنې او ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، دا لوبې د ۴۰ لوبغاړو په ګډون د ميمنې هوايي ډګر په ساحه د درې کيلومترو په واټن کې وشوې.
د فارياب ولايت د ورزش مسوولين وايي، د دې سياليو د کېدو هدف د دې ولايت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل و.
د دې سياليو په پاى کې ذاکر حيدري لومړى مقام، حبيب الله رحماني دويم او خال محمد صياد دريم مقام خپل کړ چې د فاریاب ولایت د ورزشي امریت له خوا ستاينليکونه هم ورکړل شول.