د کابل دريمه حوزه کې پر کاسټر موټر چاودنه شوې
څو شېبې مخکې د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند په ده بوري سيمه کې پر کاسټر موټر چاودنه شوې.
د طالبانو حکومت د کابل امنیې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، د ښاري سپرلۍ پر کاسټر موټر د چسپکي ماين په چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او درې نور ټپيان دي.
پرون هم د کابل په دارالامان کې د یوه جومات دننه چاودنه کې لږ تر لږه د ۵۰ تنو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.