د اوکراین ولسمشر: روسیه غواړي د دنباس سیمه له خلکو تشه کړي
د اوکراین ولسمشر وايي، د اوکراین پر عامه تاسیساتو او د استوګنې پر سیمو د روسیې بېرحمانه بمبارۍ ښيي چې روسیه غواړي دنباس سیمه له خلکو تشه کړي.
ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته ملت ته په یوه وینا کې وویل، چې په همدې دلیل د خپل ټاټوبي او د خپلو خلکو دفاع عملا د ژوند لپاره مبارزه ده.