ننګرهار او کونړ کې زرګونه مالدارو ته د څارويو خوراکي مواد وېشل شوي
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تېره ورځ يې په کنړ او ننګرهار ولايتونو کې شاوخوا ۱۷ زره مالدارانو ته د څارويو خوراکي مواد ويشلي.
دغه وزارت په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې ياده مواد د خوړو نړيوال سازمان په مالي مرسته ويشل شوي.
ددې وزارت د معلوماتو له مخې، هر مالدار ته څلور څلور بورۍ مواد ورکړل شوي دي.
هېره دې نه وي چې ياد وزارت په دغو ولايتونو کې له وړاندې سروې شوي مالدارانو ته دغه مواد ويشلي.