څنګه نارینه د کور ښځینهو ته د زده کړو فرصت برابرولی شي؟
د ځوان فکر په خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې ځینې نارینه د خپل کور د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې بې تفاوته دي؟ یا حتا مخه یې نیسي؟
په دې به هم له خپلو مېلمنو سره وغږېږو چې څنګه کېدلای شي نارینه د خپل کور نجونې او مېرمنې لوړو زده کړو ته وهڅوي او فرصت ورته برابر کړي؟
د خپرونې مېلمانه مو رحمانیه سحر او ورور یې شفیق الله سحر دي چې ورور او د کورنۍ نورو نارینه و یې د زده کړو په برخه کې ډېره مرسته ورسره کړې ده، مدني فعاله ډاکتره عزیزه وطنوال عزیزي او د کتاب لوست بنسټ مشر ادریس سیاوش دي.
د ځوان فکر خپرونه د لاندې غږیز فایل په کلېک کولو سره اورېدلای شئ: