بلوچستان اسمبلي: مخالفه ګوندونو د چاغي پېښې پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه
د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وویل چې د چاغي د پېښې په اړه یې د سیمې له چارواکو رپورټ غوښتی چې پکې راغلي چې یو ډرېور په ایراني ګاډي کې له افغانستانه وراوښتی وو او چې کله ورته ځواکونو د درېدو اشاره وکړه نو هغه امر و نه مانه چې په ځواب کې یې سرحدي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.