طالبان بهرنیو پانګهوالو ته د کابل هوايي ډګر کې ویزې او نورې اسانتیاوې برابروي
دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني پرون په خپل ټویټر لیکلې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې اړه د طالبانو د رئیسالوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې ده.
پانګهوالو ته د لا زیاتې اسانتیا په هدف د طالبانو حکومت په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو ریاست د یوه ګډ دفتر د جوړولو ژمنه هم ورکړې.