په پاکستان کې غیر رجسټر مدرسې او سختدریځي
چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې په زرګونو داسې مدرسې دي چې له حکومت یا وفاق المدارس سره رجسټر نه دي او دوی یې د رجسټرولو هڅه کوي. په پاکستان کې له تېرې یوې مودې راهیسې د مدرسو په نصاب او نظام کې د اصلاحاتو خبرې کېږي خو دا کار تر ډېره نه دی شوی. نو پوښتنه دا ده چې په دې برخه کې خنډونه څه دي؟ موږ د کرښې پر غاړه خپرونه کې د دې او نورو پوښتنو د ځواب څېړلو هڅه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.