له امنیت شورا د زلنسکي غوښتنه: روسیې سره دې د کړیو جنګي جرمونو حساب وشي
زلنسکي پرون امنیت شورا ته د خبرو پر مهال د بوچا په ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ترسره شویو پېښو په تړاو وویل چې خلک په اپارتمانونو او کورونو کې وژل شوي دي، پر هغو خلکو ټانکونه تېر شوي چې په موټرو کې ناست وو.
زلنسکي زیاته کړه چې له تېرو یو ۴۰ ورځو راهیسې چې روسي سرتېرو پر اوکراین برید کړی دی د بوچا جنایتیې یوه بېلګه ده.
مسکو ویلي دي چې پوځیانو یې په بوچا ښار کې جنګي جنایت نهدی ترسره کړی.