ایران کې پر درې امامانو برید کې یو وژل شوی او دوه ټپیان دي
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، تسنیم وایي دا برید پرون د امام رضا په زیارت کې د چاقو په وسیله شوی.
د راپور له مخې د محمد اصلاني په نوم روحاني ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور روغتون ته انتقال شوي.
چارواکو د بریدګر د نیولو خبر ورکړی، خو د برید علت تر اوسه نهدی معلوم.