د یونان ساحلي ګارد له یوې کښتۍ ۷۰ پناه غوښتونکي وژغورل
د یونان ساحلي ګارد له یوې کښتۍ څخه چې د پیلوپونیس ټاپو په لوېدیځه برخه کې له ستونزې سره مخ شوې وه، ۷۰ پناه غوښتونکي وژغورل.
د یونان دولتي راډیو پرون (شنبه د اپرېل دوهمه) وویل چې دغه کډوال چې زیاترهیې د افغانستان او عراق دي، د یونان د پایلوس بندر ته انتقال شوي دي.
قاچاقبران هڅه کوي چې پناه غوښتونکي د ترکیې له سواحلو او یا هم د مدیترانې د ختیځ له نورو هېوادونو اروپايي هېوادونو ته قاچاق کړي.
مګر د دوی کښتۍ معمولا زړې او د کارونې نهدي او دوی ډېری وختونه د دې خطرناک سفر په جریان کې د ماشین له عارضو یا نورو پېښو سره مخ کېږي.