ایمرجنسي روغتون: د کابل شهزاده سرای له چاودنې ۵۹ ټپیان او یو مړی راوړل شوي
ایمرجنسي روغتون وايي کابل کې د نن ورځې له چاودنې ۵۹ تنه ټپیان وروړل شوي چې یوهیې پر لار ساه ورکړې ده.
ایمرجنسي روغتون نن په خپل ټویټر کې لیکلي، له دې جملې ۳۳ کسان بستر شوي دي.
تر دې مخکې د کابل د شهزاده سرای مرستیال حاجي دادګل ویلي و په دغه سرای کې د نن سهار په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي چې د پنځو روغتیايي وضعیت خراب دی.
بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ټویټر کې لیکلي، په سرای کې یوه غل د پیسو تښتولو په نیت لاسي بم غورځولی دی.
د ده په وینا طالبان هڅه کوي تورن کس ونیسي. هغه د ټپیانو شمېر ۱۰ تنه ښوولی دی.