امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او تجهیزات ورکوي
![امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او تجهیزات ورکوي](https://gdb.rferl.org/C719CBAD-F819-4A9F-A4C6-7085831A1567_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت غواړي چې اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو تجهیزاتو کې بېپیلوټه الوتکې، د میزایلو دستګاوې، زغروال وسایط، نور مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي.
وروسته له هغې چې روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ، د امریکا حکومت له اوکراین سره د ۱،۶۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې ده.