د قطر د بهرنیو چارو وزیر: زدهکړو ته د افغان نجونو نهپرېښودل بوږنوونکې ده
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د زدهکړو د حق د ورکولو او پراخبنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د منځکړیتوب د رول دفاع وکړه.
قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر او همداراز د امریکا او طالبانو د هغو خبرو کوربه و چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه او پر اساسیې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل.