د ایرلنډ د کرکټ اداره له افغانستان سره د ۲۰ اوره سیالیو کوربهتوب کوي
د ایرلنډ د کرکټ د ادارې په وینا دا ۵ شل اوره سیالۍ به د ۲۰۲۲ په اکټوبر کې د ایرلنډي لوبغاړو له چمتووالي سره مرسته وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې ایرلنډ ته د شل اوره سیالیو لپاره سفر کړی و.