د طالبانو حکومت: د کانونو له درکه نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عاید راټول شوی
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس ویلي چې د دغو پیسو یو میلیارد او ۱۱۹ ملیونه افغانۍ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې ټولې شوې دي.