له شپږم ټولګي پورته نجونو د زدهکړو مخنیوي په اړه د اروپايي اتحاديې خواشیني
دا اتحادیه وايي، د طالبانو دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.
اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او فوراً دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې، هلکان او سړي ښوونځیو ته ستانه شي.
اروپايي اتحادیې ویلي چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نهدی کړی.