طالبان: د فرانسې سره صلیب اداره د کرونا ناروغانو د درملنې روغتونونه بیافعالوي
د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وزارتیې تر اوسه توانېدلی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې د پنځو روغتونونو لپاره د تمویل مالي سرچینې پیدا کړي.
ښاغلی هژیر زیاتوي: "په هغه سفر کې چې د روغتیا سرپرست وزیر د نورو وزارتونو له پلاوو سره جنوا ته درلود، هلته د ای ار سي په نوم یوه بنسټ ژمنه وکړه چې د «کووېډ-۱۹» ټول روغتونونه به فعال کړي."
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په دې هېواد کې ۳۸ روغتونونه فعال و.