اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر ماریوپل ښار بمبار ته زور ورکړی
د اوکراین د ماریوپل ښاروال پرون وویل، د روسیې ځواکونو پر دغه ښار د جنګي الوتکو په وسیله بمبارۍ ته زور ورکړی دی.
وادیم بویچنکو د اوکراین تلوېزیون ته وویل، دا ښار سخت کلابند دی او پر هستوګنو سیمو یې پرله پسې بمبارۍ دوام لري.
روسیې ویلي چې پر ماریوپل ښار به بمباري ودروي چې اوسېدونکي یې له ښاره ووځي.
دا ښار چې د اوکراین په جنوب کې دی، ۴۳۰ زره نفوس لري.
روسي ځواکونه هڅه کوي چې د اوکراین جنوب، چې د سمندر اوبو ته لار لري، ونیسي.