د اوکراین پر دوهم ستر ښار خارکیف درنه بمباري روانه ده
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې تېره شپه لویې چاودنې شوي دي. تراوسه روسي پوځ د اوکراین یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.
د روسیې دفاع وزارت د دې جګړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د خپلو تلفاتو اعلان وکړ چې پرون یې وویل، تر اوسه یې څلور سوه اته نوي سرتیري وژل شوي دي او یو زر پنځه سوه اووه نوي عسکر یې ټپیان شوي دي.
دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تایید شوي او اوکراین بیا ادعا کوي چې نژدې شپږ زره روسي سرتیرې یې تر اوسه وژلي دي.