د ترکیې ولسمشر وايي، پر اوکراین د روسیې حمله د منلو نه ده
اردوغان چې پرون یې د کابینې په غونډه کې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې هېواد به یې د ناټو د غړي په توګه له خپلو متحدانو سره په کړو ژمنو ودریږي، خو په عین حال کې د خپلو ملي ګټو په خاطر نه غواړي چې سیمه له پامه وغورځوي.
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه له اوکراین او له روسیې سره ګډه پوله لري او له دواړو هېوادونو سره به خپلې نژدې اړیکې وساتي.