یو اېن اېچ سي ار: په کندهار کې مو له ۳۵۰۰ بې ځایه شویو سره مرسته کړي
دا خبره د یو اېن اېچ سي ار افغانستان څانګې نن په خپل ټوېټر لیکلې ده.
د دې ادارې د بیان له مخې اصلي مېنو ته د کډوالو په بیا ورستنولو کې د ملګرو ملتونو او نورو بشرپاله ادارو مرستې تر اوسه اغېزمنې تمامې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر ۲۰۲۱ کال د جنګونو په زیاتېدو په افغانستان کې پنځه لکه کسان له خپلو اصلي مېنو کډه کولو ته اړ شول او لا هم لویه برخه بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.