د خوست د متون مېنې سړک په خوا کې د دویم سړک د جوړېدو کار پیل شو
د فبروري په ۲۷مه د خوست ښار په شمال لوري کې متون مېنې ته د غځیدلي سړک په خوا کې د دویم سړک د جوړیدړ کار پیل شو.
په یاد سړک د متون له خلکو سربېره خوست ښار ته د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د خلکو موټر هم تګ او راتګ کوي.
خوست ښاروال قاري بسم الله متون مینې ته د دویم سړک د جوړیدو د کارپه پیل ځای کې ازادي راډیو ته وویل:
"یاد سړک به شل متره پلن جوړ شي چې له دوه طرفه سړک سربیره به منځ کې ګلدان ولري، دا به تقریباً څلورکیلومتره اوږدوالی ولري، د دې پلنوالی شل متره دی، په دې کې شپږ-شپږ متره قیریزي سړک دی، درې متره يې پیاده رونه دي، انشاالله دا به کم وخت کې سرته ورسېږي، په خاطر چې د خلکو غوښتنه ډېره وه، د ښاروالۍ په وسایطو خامه مسیر تېروو، کله چې بودجه منظور شوه، بیا يې شرکت ته په قرارداد ورکوو چې قیر يې کړي. "
د سړکونو فني کسان هم د خوست ښار د ټولو عبوري سړکونو دوه لینه کول د اوس وخت مهمه اړتیا بولي.
ځايي خلک هم د متون مېنې او ورغه کلي سړک د دوه لینه کېدو د کارونو پیل ته خوښ دي.
خوست ښار چې په اوسني موقعیت کې له شااوخوا ۶۰ کالونو راپه دېخوا اباد شوی، د خلکو او موټرو اوسنۍ ګڼې ګوڼې ته په کتو د دې وخت له اړتیاوو وړوکی دی او تل يې خلکو د پراخولو او لویولو غوښتنې کړي دي.