د ملاوي پلازمېنه لیلونګوې کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې
د ملاوي روغتیایي چارواکو د دغه هېواد په پلازمېنه لیلونګوې کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې پېښې خبر ورکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان نن وویل، دا په تېرو پنځو کلونو کې په افریقا کې د وحشي پولیو لومړۍ پېښه ده.
ډبلیو ایچ او په یوه بیان کې څرګنده کړه چې له لابراتواري څېړنو ښکاره شوه چې دا هغه ډول پولیو ده چې په پاکستان کې شته او له هغه هېواده دلته انتقال شوې ده.