په مزار شريف کې د بزکشۍ سيالۍ شوې
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او ورسره د تفريح موقعې هم کمې شوې دي. خو په شمالي ولايتونو کې خلکو د بزکشۍ ګران بيه شوق لا هم ساتلی. د نورو کلونو په څېر سږکال هم په مزارشریف کې یې د بزکشۍ سیالۍ شوې دي، البته دوی مني چې پخوا به د بزکشۍ لوبغاړو د دې لوبې له لارې په زرګونو ډالر ګټل چې اوس هغه هم نشته. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.