د کاناډا پولیسو د یوې مظاهرې مخه ونیوله
لاریونوالو ټوله شپه د کاناډا او امریکا ترمنځ په یوه مهم ګمرک کې تېره کړې وه خو د پولیسو په راتلو له سیمې وتلو ته اړ شول.
د لاریون ګډونوال ګڼو عمومي ځایونو ته د کرونا د واکسین د جواز د وړلو په خلاف دي او په همدې خاطر لاریون ته وتلي وو.
ورته لاریونونه په امریکا، فرانسې، نیوزیلنډ او اسټرالیا کې هم شوي دي.