د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ؛ افغان لوبډله له قرغیزستان سره لوبه لري
افغانستان داسې وخت له قرغیزستان سره مخ کېږي چې په دې سیالیو کې یې پيل په ماتې کړی دی.
د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو پر اساس پرون له ایران سره په لوبه کې افغان ټيم لس ګولونه وخوړل او په خپله یواځې د درېیو ګولونو په وهلو بریالي شول.
د منځنۍ اسیا د فوټسال نولس کلنو اتلولۍ جام یا کافا د قرغیزستان په کوربه توب پيل شوی.