یو اېن اېچ سي ار: په افغانستان کې ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دا مهال چې په افغانستان کې سخت ژمی دی، ګڼې کورنۍ د ځانونو تودولو لپاره له کثافاتو ټول شوي پلاستیکونه او نور توکي سوځوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، دوی تر ټولو اړو کسانو ته خپلې مرستې رسوي.