کرکټ؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له انګلستان سره مخامخ کېږي
دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پنځه بجې او دېرش دقيقې د وېسټ اينډيز په کوربه توب په انتیګا سټيډيوم کې پیلیږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د دې لوبې له پاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.
افغان لوبډلې د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره زمبابوې، پاپو نیوګیني او سرېلانکا ته ماتې ورکړي.
دغه شان د انګلستان لوبډلې هم بنګله دېش، کانادا، متحده عربي اماراتو او سویلي افریقا ته ماتې ورکړي.