انتوني بلېنکن به سرګي لاوروف سره د کړکېچ د کمولو لپاره وګوري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن جمعه (د سلواغې ۱) په جنیوا کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د کړکېچ د کمولو لپاره وګوري.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په صورت کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړل شوی دی.
په دې وروستیو اونیو کې په ډپلوماټیک ډګر کې تر کړکېچ وروسته د امریکا او روسیې د جګپوړو ډپلوماټانو ترمنځ په سویس کې خبرې شوي، خو په ختیځه اروپا کې د امنیتي مسالو په اړه د لویدیځ د ډپلوماټانو او مسکو ترمنځ د ژور واټن پر کمېدو بریالۍ نه شوې.
انتوني بلېنکن جنیوا ته تر سفر مخکې ویلي و چې دی په خبرو کې د کوم لوی پرمختګ اټکل نه کوي.
بلېنکن پرون پنجشنبه برلین ته د سفر پرمهال د جرمني له ZDF ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې روسیه کولی شي د 'ډپلوماسۍ او خبرو' یا 'مقابلې او عواقبو' لاره غوره کړي.
وروسته له هغې چې روسیې خپل شااوخوا لس زره سرتېري د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړل، ګڼو غربي هېوادونو خبرداری ورکړ چې روسیه د اوکراین پر وړاندې نور پوځي اقدام ته په چمتووالي بوخته ده، خو مسکو دغه تور رد کړی دی.