ګڼو هېوادونو کې د کرونا د زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول
د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول.
د پاکستان چارواکو نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس اووه زره شپږسوه اته اویا مثبتو پېښو خبر ورکړ چې دا د کرونا وبا له پیله بې ساری لوړ شمېر دی. په دې موده کې د ۲۳ کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.
د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه هېواد تازه محدودیتونه اعلان کړل چې له مخې یې په ښارونو او ولسوالیو کې په سرپټو ځایونو کې غذاخوړل منع شوي دي. په اروپا کې پولنډ د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس ۳۶زره ۶۶۵ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې ساری شمېر دی او د پولنډ د روغتیا وزارت مرستیال ولادمیر کراسکا وویل چې را روانه اوونۍ به دغه شمېر د ورځې پنځوسو زرو ته زیات شي.