افغانستان بانک: کابل او ولایتونو کې د 'اې ټي اېم' ۳۶ ماشینونه فعال شوي
د افغانستان بانک وايي، تراوسه پورې یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د اې ټي اېم ۳۶ ماشینونه فعاله کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په دې اړه وویل:"په تدریج به په پلازمېنه او ولایتونو کې د اې ټي ایم نور ماشینونه یا د صرافۍ اتومات ماشینونه په کار پیل وکړي. دا لړۍ پیل شوې او دوام کوي."
د افغانستان د جمهوري دولت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانکي سیستم له جدي خنډونو سره مخامخ شو.
اوس هم د افغانستان بانکونه خپل مشتریانو ته په محدوده اندازه اسعار ورکوي چې له کبله یې افغانستان ته واردات له ستونزو سره مخامخ شوي دي.