ننګرهار کې پر لس زرو بزګرو کیمیاوي سره ووېشل شوه
په ننګرهار ولایت کې پر څه باندې لس زرو بزګرو کیمیاوي سره ووېشل شوه.
د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې په مرسته د ننګرهار په شېرزادو، خوګیاڼو، ګوشتې، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې پر ۱۱ زره بزګرو چې په وروستیو کلونو کې یې کرنه د وچکالۍ او کرونا له امله اغېزمنه شوې وه، کیمیاوي سره وویشله.
د ښاغلي مستعین په خبره هر بزګر ته به پنځوس کیلوګرامه کیمیاوي سره ورکړل شي، څو یې حاصلات وده وکړي او مالي عاید یې ډېر شي.
د یادونې وړ ده چې وړاندې له دې هم د ملګرو ملتونو د خوراک FAO ادارې له خوا په ننګرهار ولایت کې ۵۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم پر بزګرو ویشل شوی وو.