د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه کوي
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي.
دا لوبه د ویست انډیز په تاروبا لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ماښام پنځه بجې پېلیږي.
افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له پاپو نیو ګېني لوبډلې د ۱۳۵ منډو په توپیر وګټله او اوس د خپلې دویمې لوبې لپاره تیاری نیسي.
له پاکستان وروسته افغان لوبډله له زمبابوې سره لوبه کوي او که د خپل ګروپ مخکښه لوبډله شي، د نړیوال جام کواټر فاینل سیالیو ته لار کولای شي.