د کارګرانو سازمان: نیم میلیون افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي
د کارګرانو نړیوال سازمان ILO وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له نیم میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دا سازمان ټولو وګړو ته د معیاري او مناسب کار د برابرولو لپاره هڅه کوي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې ILO په یو راپور کې چې نن خپور شو ویلي، دې بحران د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او د کار مارکېټ یې زیانمن کړی دی.
راپور زیاتوي چې روان وضعیت په تېره د ښځو او هغو خلکو لپاره سخت دی چې په کروندو، دولتي ادارو او د عامه خدماتو او رغنیزو چارو په برخو کې یې کار کاوه ځکه دې خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ډېرو یې خپلې تنخواه ګانې هم نه دي اخیستي.
د راپور له مخې په افغانستان کې ډېر شرکتونه په معلق حالت کې دي ځکه زرګونه افغانان هره ورځ له هېواده وځي.
د ILO د اټکل له مخې ښايي تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ۷ لکو او نهو لکو ترمنځ دندې له لاسه ولاړې شي ځکه چې د کار فرصتونه له منځه تللي دي.