تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو پاپوا نیوګیني ته ماته ورکړه
تر نولس کلونو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ناوخته پاپوا نیوګیني لوبډلې ته د یو سل او پنځه دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د دې لوبې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نیوګیني لوبډلې ته ستر توپیر ماتې ورکړه او انشاالله په را روانو لوبو کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راړونې ولري تر دې وروسته له پاکستان او زیمبابوې سره خپلې لوبې ترسره کوي."
افغان لوبډله به سبا له پاکستان سره او د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره مسابقه وکړي.
د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري په ۱۴مه پیل شو چې د فبروري تر پنځمې دوام کوي.