په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو ستونزې ډېرې شوې دي
د افغانستان په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو تر څنګ ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ۴ تلویزیونونه او ۱۷ مهالنۍ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختې دي. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپي رسنیو د نویو ګڼو خپریدل نه دي ترسترګو شوي.