په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي
په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکراینۍ ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي.
د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي.
دغه قانون په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي.
دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي.
د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې دا قانون یې ملي هویت پیاوړی کوی، خو انتقاد کوونکي استدلال کوي چې دغه قانون کولی شي هغه کسان له خپل حقه محروم کړي، چې مورنۍ ژبه یې روسۍ ده.