سېو دي چلډرن: له هرو ۳ افغان ماشومانو ۲ یې د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړ دي
په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې روایتونه پای نهلري. غربت ځپلي احسانالله خپل کوچنی زوی چې په خوارځواکۍ اخته دی، د ننګرهار حوزوي روغتون کې بستر کړی.
وايي، تر خپله توانه یې هڅه وکړه چې په شخصي امکاناتو د خپل بچي درملنه وکړي، خو نور یې له وس پورته ده: "نور اقتصادي ګنجایش نه و، اقتصادي ستونزې ډېرې دي. یوه لاره مې ورته جوړه کړه او دلته مې راوست. وس مې نه و چې د ډاکټر غوښتنې سره په خپل وخت هلته یوسم. که په خپل وخت مې وړی وای، شاید داسې نه وای شوی."
بېوزلي او لوږه د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو وروسته چې نږدې پنځه میاشتې یې کېږي، زیاته شوې ده.
ماشومان د دې ناورین تر ټولو لوی قربانیان دي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوااله ادارې په خپل راپور چې پرون یې ناوخته خپور کړی لیکلي، په افغانستان په کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې ۷۰۰ زره تنه نور هم زیات شوي.
وړاندې دا شمېره ۳،۲ میلیونه ماشومان وو، خو د دې شمېر له زیاتېدو سر ه دا شمېر۳،۹ میلیونو ته ورسېد.
د دې سازمان په خبره، په دوی کې یو میلیون داسې ماشومان شته، که مرستې ور و نه رسېږي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.
د "SAVE THE CHILDREN"د سیمې لپاره د رسنیو مدیرې شارلوټ رز ازادي راډیو سره مرکه کې وویل: "موږ داسې مور او پلار لرو چې هره ورځ له خپلو بچیانو سره چې ډېر کم وزن لري، روغتون ته راځي. هغوی هغه څه چې نن یې خوړلي، یوازې وچه ډوډۍ ده، هغه هم که ور رسېدلي وي. موږ داسې کورنۍ لرو چې وايي، له دې امله چې توان نه لري، مجبور شوي چې خپل بچي پرېږدي. داسې کورنۍ شته چې د سوځولو لپاره څه نه لري، خو هڅه کوي چې په دې ساړه ژمي خپل اولادونه ګرم وساتي."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو معین عبدالباري عمري روانه اوونۍ رسنیو سره خبرو په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېندو شمېر ۳،۷ میلیونه ښودلی و او په خبره یې، په دوی کې یې یو میلیون یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې په راپور کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د سرپرست مک شیهي له قوله لیکل شوي: "په افغانستان کې د بشري ناورین کچې، په نړۍ کې بل هر انساني بحران تر اغېز لاندې راوستی."
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې له هرو درېیو، دوه افغان ماشومان چې ۱۳ میلیونه کېږي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دا شمېر د ۲۰۲۰ په لومړیو میاشتو کې ۹،۷ میلیونه و.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې ۲۴،۴ میلیونه افغانان چې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس کېږي چې په ډله کې یې ۱۳،۱ میلیونه ماشومان دي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ملګرو ملتونو د وړاندیز شوې طرحې له مخې باید په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان سره۴،۴ میلیارډه ډالر مرسته وکړي.