د ننګرهار په لعلپورې کې چاودنه؛ د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې چاودنې د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژلي او ۴ نور ټپیان دي.
د لعلپورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او عیني شاهد عثمان نن دوشنبه( د مرغومې په ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د خاص لعلپورې سیمې مربوط ورسک ابتدایه ښوونځي مخې ته د جوارو د پولۍ د پلورلو په یوه کراچې کې شوې ده.
د سرچینې په خبره، چاودنه د یاد ښوونځي د رخصتۍ پرمهال کله چې زده کوونکي ماشومان د پولیو د اخیستلو په خاطر د کراچۍ شااوخوا راټول وو، شوې چې په کې د یاد ښوونځي ۶ زده کوونکي او یو تن چې پولۍ پلورونکی دی، ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول.
د ننګرهار چارواکي هم پېښه تائیدوي او لامل یې د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه بولي.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې پېښه نن دوشنبه شااوخوا ۱۰نیمې بجې د بیګانانو سیمه کې د پولیو پلورنکي له خوا په څټک د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د ټکولو له امله رامنځته شوې ده.
د مسؤلانو د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان روغتون ته استول شوي او تر درملنې لاندې دي.